د (درس آسانه زده کول او تر ډېره وخته په ذهن کښي ساتل) په نوم سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Oct 12 2024 12:18 PM
as

د پنجشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي، د (درس آسانه زده کول او تر ډېره وخته په ذهن کښي ساتل) په نوم سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې اداري کارمندان او محصلان حاضر ول.
ياد سيمينار چي د قرآن کريم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، پوهنمل عطاء الله محمدي، په ېو پرېزنټېشن کښي، د تدریس، درس، ښوونکي، مېتود او تدریسي مېتود پر تعریفو بحث او خبري وکړې او د یادو سرليکو مثالونه ئې وړاندي کړل؛
ورپسې ئې، د درس آسانه زده کولو او تر ډېره وخته په ذهن کښي ساتلو اړوند بحث وکړ؛ هغه وويل: د درس آسانه زده کولو او تر ډېره وخته په ذهن کښي د ساتلو له پاره؛ مخکي درس کتل؛ د استاد و درس ته په غور غوږ نیول؛ يادداښتونه اخیستل؛ د درس لنډیز را ایستل؛ د درس مهم ځایونه نښاني کول؛ د استاد ږغ ثبتول؛ د اصلي موضوع ترڅنګ نوره مطالعه کول؛ په مناسب ځای کښي مطالعه کول؛ خپل زده درس و نورو ملګرو ته ویل؛ سوالونه او جوابونه جوړول؛ اړيني لاري چاري دي.
د سیمینار په پاى کښي د موضوع اړوند ټولو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وويل سول؛ ګډونوالو هم خپلي تجريبې شريکي کړې او سیمینار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.
د يادوني وړ ده، چي محصلانو د مسلکي پرمختيايي مرکز څخه د دې ډول سيمينارو د دائرولو له امله مننه وکړه او د لا ډېرېدلو غوښتنه ئې وکړه.