د ټولو پوهنځیو د څانکو له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
Tue, Oct 08 2024 9:18 AM
as

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري، د ټولو پوهنځیو د څانکو له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو آمرانو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې زیاته کړه؛ باید شکر ادا کړو، چي سبحانه وتعالی، په ېو داسي مرکز کښي، د خدمت کولو مسئولیت را سپارلی؛ چيري چي د ځوانانو پر فکر او علم کار کيږي او همدغه ځوانان سبا د ټولني د خدمت له پاره سپارو؛ نو باید په پوره توان سره د خپلو دغو نهالانو په ښه روزلو کښي ځان ستړی کوو؛ ښاغلي طیبي د خپلو خبرو پر مهال د چارو د ښه تنظیم او همږغۍ، د اُصولو د تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت او د ګډو همکاریو په اړه غوښتنه وکړه او همدارنګه د ځينو نورو موضوعاتو په اړه ئې لازمي سپارښتني وکړې.
ورپسې د ټولو پوهنځیو د څانکو آمرانو خپل وړانديزونه او غوښتني د رهبرۍ سره شريکي کړې، چي د رهبرۍ له لوري د هر راز همکاریو ډاډ ور کول سو او وروسته په ناسته کښي پر ځینو نورو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.
وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.