د کندهار د دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د محصلانو ترمنځ د امارت پېژندني سیالي جوړیږي

kdru_admin
Mon, Oct 07 2024 9:57 AM
com

د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د کندهار پوهنتون سره په همږغۍ، د کندهار د دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د محصلانو ترمنځ د امارت پېژندني سیالي جوړوي، چي د شنبې په ورځ، په همدې موخه جوړه سوې مشورتي ناسته، د کندهار پوهنتون ریاست په مقام کښي جوړه سوې وه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د اطلاعاتو کلتور ریاست رئېس محترم مولوي انعام الله سمنګانی، د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر محترم قاري سعید، د اطلاعاتو آمر ښاغلی عابد آغا او د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي او د ځينو پوهنځي رئېسان هم حاضر ول.

دا مشورتي ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کښي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د مسئولانو هڅي وستایلې او دا ئې د محصلانو د فکري روزني او د امارت ښې پېژندني له پاره ګټور ګام یاد کړ او د خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

همداراز د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست رئېس محترم مولوي انعام الله سمنګانی زیاته کړه، چې د يادي آزمويني څخه ئې هدف نوي نسل ته د ا.ا.ا په هر اړخيز ډول ورپيژندل او د ځوانانو مطالعې ته هڅول دي؛ تر څو د بې ځايه وخت تيرولو پر ځای مطالعه وکړي.

د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي د یادي آزمویني د ښه تنظیم له پاره کمېټه جوړه سوه، چي ډېر ژر به، د یادي آزمویني له پاره د محصلانو نوم لیکنه پېل سي.