د ۱۱ اداري خالي بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د ۱۱ اداري خالي بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د لوړو زده کړو وزارت هيئت او د استخدام د کمېټې غړي حاضر ول.
په همدې موخه، د یادي آزمویني د پېل په مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون محترم رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي وویل: د هري ادارې د شفافیت له پاره او د وړ کادرونه د حذب له پاره آزموینه اخیستل شرط ده او دا په دې مانا نه ده، چي موږ پر تاسي بې باوره یو؛ بلکي د ښه باور د رامنځته کولو او د وړ کسانو د جذب په موخه اخیستله کیږي. هغه په خپلو خبرو کښي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي.
ورپسې د کندهار پوهنتون د بشري منابع آمر مولوي ګل احمد هاشمي د آزمویني د څرنګوالي په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي په ياده آزموينه کښي د ېوولسو اداري بستونو له پاره ۱۱۰ کسان شارټ لېسټ سوي، چي د آزمویني تر اخیستلو وروسته به بریالي او وړ کسان په یادو بستونو کښي جذبیږي.
وروسته د پوښتنو د پاڼو لاک او مهر سوى صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د استخدام کمېټې غړو او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې او وروسته د آزمويني بهیر مسئولانو او د هيئت غړو په منظم ډول وڅاره.