کندهار پوهنتون د زون په کچه د دولتي او شخصي پوهنتونو د محصلانو ترمنځ د عامه پالیسي طرحي د جوړولو سیالي جوړوي

kdru_admin
Sat, Sep 28 2024 11:38 AM
public

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون مسئولانو، په کندهار کښي، د شخصي لوړو زده کړو له مسئولانو او استازو سره، د محصلانو تر مېنځ د عامه پالیسي طرحي د جوړولو سیالۍ اړوند مشورتي ناسته وکړه.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کښي، د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئېس پوهنمل محمد محتاج و ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته ئې وویل: دا سیالي د محصلانو د ظرفیت لوړوني او د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي کار سره د پېژندګلوۍ په موخه دائروي، چي د یادي سیالۍ ګډونوالو محصلانو ته به، د سیالۍ تر مخه د عامه پالیسي طرحي د جوړولو اړوند سیمینار ورکول سي.

ورپسې د عامه پاليسي د څانګي آمر پوهنيار محمد کبیر احسان زیاته کړه؛ چي زموږ د محصلانو جوړي سوي پالیسۍ طرحي، د عامه او شخصي سکټورونو د مسئولانو سره د ټولني په پرمختګ کښي ډېر مهم رول لري؛ هغه همداراز د سیالۍ اړوند نور موضوعات هم د ګډونوالو سره شریک کړل، چي په اړه ئې مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته، په کندهار کښي، د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو مسئولانو او استازو، د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د استادانو دا اقدام وستايه او د هراراز همکاریو ډاډ ئې وښود.

د ناستي په وروستیو کښي، د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د (امرهم شورى بينهم) مبارک آيت په رؤنا کښي د ګډ مجلس پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او وې (وه ئې) ویل، چي زموږ او ستاسي ترمنځ د ګډ کار له ګټو څخه ئې ېوه دا ده، چي د تدریسي او اداري چارو په ترسره کېدو کښي چټکوالۍ راوستل سي او هم د مهمو موضوعاتو د حل په موخه مشورې او نظرونه ېو له بل سره شریک کړل سي.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.