د وږي د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Sep 23 2024 1:06 PM
shora

 د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د خپلو خبرو پر مهال پر وعده وفا کول او خپل مسئولیتونه په لا سم ډول سرته رسولو اړوند هر اړخیزي خبري وکړې، هغه وویل: خپل مسئولیتونه امانت وبولئ او دغه امانت د توان تر کچي پوري لا ښه ترسره کړئ؛ تر څو الله جل‌جلاله، رسول‌الله  ﷺ او آمران درڅخه راضي سي او هم په دؤنیا (دنيا) او آخرت کښي، سرلوړي اوسو.

شېخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کښي، د ناستي له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چي د خپلو پوهنځیو هر ستونزه له رهبرۍ سره د حل په موخه پر وخت شریکوئ، د سته امکاناتو او تدریسي توکو ښه ساتنه کوئ، د خپلو استادانو او محصلانو حاضرۍ وخت پر وخت څارئ او همداراز په خپلو چارو کښي لا ښه اخلاص کوئ او تل خپلو مېنځونو کښي متحد اوسئ او په چارو کښي مشوره سره کوئ.

ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي، د تېري شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه، هغه د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ، د استادانو د برېښنايي کورسونو پر ثبت ټینګار وکړ او په ځیني نورو علمي برخو کښي ئې موضوعات وړاندي کړل او د نظرو تر تبادلې وروسته مهمي پرېکړې پر وسوې.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال م-ولوي نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د نورو موضوعاتو تر څنګ د (۱۴۰۳ل.) کال د فارغانو د اسنادو پر جدول، د HEMIS څخه پر استفادې، د محصلانو له پاره د لنډه مهاله کورسونو د پيلېدو په اړه بحث او خبري وکړې او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.

ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور پوهندوی انجینېر کمال الدین کمال د علمي څېړنو او مجلو اړوند موضوعات وړاندي کړل، چي د نورو موضوعاتو تر څنګ ئې غوښتنه وکړه، چي د استادانو مهمي څېړني باید د ټولني د خلګو سره په مستقیم او غیري مستقیم ډول هم شریکي سي؛ تر څو د ټولني خلګ هم  استفاده ورڅخه وکړي.
 
د ناستي په پای کښي، د فارمیسي پوهنځي له پاره ډاکټر محیب الله ماکو د رئېس په توکه د ناستي ګډونوالو ته ور وپېژندل سو او وروسته د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو بېلابېلو مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.