د چنګاښ د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه
د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د علم او عاجزۍ پر ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د انسان ښه والی په علم او عاجزۍ کښي دئ او ښه عالم هغه څوک دئ، چي د پوهي ترڅنک عاجزي ولري او خلګو ته ئې خیر رسيږي. همداراز ښاغلي طیبي د خپلو خبرو پر مهال د استادانو د حاضرۍ پر لاښه کنټرول، د وخت پر پابندۍ او ځینو نورو مهمو مسایلو خبري وکړې.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال م-ولوي نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د نورو موضوعاتو تر څنګ د (۱۴۰۳.ل) کال د فارغانو د اسنادو پر جدول، د محصلانو د حاضرۍ پر کنټرول او د HEMIS د ورکشاپو پر دائرولو بحث او خبري وکړې او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.
د ناستي په پای کي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو بېلابېلو مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.
وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱