پیغام رئیس پوهنتون قندهار

 

پوهنتون قندهار در این فرایند تحصیلات عالی یکی از جمله پنج پوهنتونهای بزرگ میباشد که در سال (۱۹۹۰ م یا ۱۳۶۹ ل) مورد توجه حکومت وقت گردید و به منظور دسترسی زیاد به تحصیلات عالی در مرکز حوزه جنوب غرب قندهار تأسیس گردید. این پوهنتون در این حوزه تمام فعالیتهای علمی و اداری پانچ پوهنتون های ولایتی قندهار هلمند، رزگان زابل و دایکندی را اداره میکند

پوهنتون قندهار توسط یک رهبری ،متهعد با تجربه و عالی به پیش برده میشود و این رهبری تلاش میکند تا پوهنتون قندهار در سطح جهانی به قسم یک پوهنتون شناخته شده و دارنده مقام بلند به پیش برده شود.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

د چنګاښ د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۸:۳۳
Kandahar University

 

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د علم او عاجزۍ پر ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د انسان ښه والی په علم او عاجزۍ کښي دئ او ښه عالم هغه څوک دئ، چي د پوهي ترڅنک عاجزي ولري او خلګو ته ئې خیر رسيږي. همداراز ښاغلي طیبي د خپلو خبرو پر مهال د استادانو د حاضرۍ پر لاښه کنټرول، د وخت پر پابندۍ او ځینو نورو مهمو مسایلو خبري وکړې.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال م-ولوي نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د نورو موضوعاتو تر څنګ د (۱۴۰۳.ل) کال د فارغانو د اسنادو پر جدول، د محصلانو د حاضرۍ پر کنټرول او د HEMIS د ورکشاپو پر دائرولو بحث او خبري وکړې او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.

د ناستي په پای کي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو بېلابېلو مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱