د HEMIS د لا ښه پوهاوي په موخه ېو ورځنی ورکشاپ جوړ سو

kdru_admin
Wed, Jul 10 2024 3:59 PM
HMIS

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین؛ د ياد معاونيت، برېښنايي زدکړو کمېټې او د مسلکي پرمختيايي مرکز د ګډ پلان پر اساس؛ د پوهنځیو د تدریسي او اجرائيه مدیرانو له پاره د HEMIS د لا ښه پوهاوي په موخه ېو ورځنی ورکشاپ وړاندي کړ.

ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوتولو وروسته پېل سو؛ په سر کښي د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د یاد سیسټم پر ارزښت وینا وکړه، چي په خبره ئې، په اړوندو شعبو کي د یاد سیسټم څخه په ګټي اخیستني سره به زیاتي آسانتیاوي رامنځ ته سي، او هم به محصلان په آسانۍ سره خپل معلومات او تدریسي مواد په اسانۍ سره ترلاسه کولای سي.

وروسته ښاغلي رښتین تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ مدیرانو ته په HEMIS کښي اکاونټ جوړ کړ، بيا ئې په یاد سیسټم کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل او يادو کسانو ته ئې ټولي هغه لاري چاري ور وښوولې، چي د HEMIS څخه د بشپړي ګټي اخيستي په وخت کښي کاريږي.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ به په راتلونکي کښي د څانګو آمرانو، بيا د بېلابېلو پوهنځيو استادانو ته وړاندي سي.

نېټه: ۱۴۰۳/۴/۲۰