د پلان او سټراټيژیک پلان جوړوني ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
Wed, Jul 10 2024 3:50 PM
plan

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د څلرم او پنځم بست اداري کارکوونکو ته د ادارې مراسلاتو د لاښه پوهاوي په موخه د پلان او سټراټيژیک پلان جوړوني ورکشاپ دائر کړ.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر ضیاء خان زیارمل د پلان او سټراټيژیک پلان اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښې د پلان پر تاریخچه، د پلان پر ډولونو، د پلان پر روشونه، د پلان پر جوړښت او نورو موضوعاتو باندي بحث خبري وکړې.

ښاغلي زیارمل وویل: د ننۍ ټکنالوژیو او معاصرو پرمختګو په وخت کښي تجربو ښوولې، چي پلان جوړونه او د هغه عملي کېدنه د بشري ټولنو، د بېلابېلو ادارو؛ په ځانګړي ډول د تحصیلي کهول په وده او پراختيا کښي ستر او ارزښتناک رول لري، چي په خبره ئې هغه اهداف، چي د دقيقو او منظمو پلانو پر اساس تعقيب سوي، دوامداره پايلي لري؛ د اهدافو او اړتياؤ پر وخت د پلان ټاکل د عملي کولو له پاره اړين ګامونه دي؛ له همدې امله د منظم او مؤثر سټراټيژیک پلان درلودل ېوه اړينه اړتيا ګڼله کيږي.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۴/۱۹