د اداري اخلاقو او سلسله مراتب د مراعتولو په نوم علمي سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Wed, Jul 10 2024 3:43 PM
seminar

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په کادري روغتون کښي، د یاد روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر د اداري اخلاقو او سلسله مراتب د مراعتولو په نامه علمي سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د کادري روغتون ټول کارمندان حاضر ول.

یاد سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر د اداري اخلاقو او سلسله مراتب مراعتولو اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي، د اداري کارمندانو مسئولیتونه، د اداري اخلاقو لغوي او اصطلاحي مفهوم، د مراجعانو او همکارانو سره ښه اداري اخلاق، د ښه اداري اخلاقو ګټي او نورو اړوند موضوعات بحث او خبري سوي وې.

ښاغلي عمر کارمندانو او خدماتي کارمندانو ته وویل: خپل مسئولیتونه امانت وبولئ او دغه امانت د توان تر کچي پوري ښه ترسره کړئ؛ تر څو الله جل‌جلاله، رسول‌الله ﷺ او آمران درڅخه راضي سي. وروسته سیمینار د دوعا په ویلو پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۴/۱۲