د (۱۴۰۲ل. او ۱۴۰۳ل.) نهایي آزمویني د سه شنبې په ورځ پېلیږي

kdru_admin
Mon, May 13 2024 3:20 PM
Image

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېله سوه، په سر کښي؛ د کندهار پوهنتون رئېس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلي وینا پر مهال ئې، د آزمویني پر نظم، آزمویني ته د محصلانو پر وخت راتګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیزه بحث او خبري وکړې؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وسوې.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي وویل: چي په ټولو پوهنځیو کښي سميسټرونه د پلان له مخه په منظمه توګه پای ته رسېدونکي دي؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به، د روان سميسټر نهايي آزمویني د (۱۴۰۳ ه ش) کال د جوزا د میاشتي پر اوله نېټه د سې شنبې په ورځ پېل سي.

د ناستي په ورستیو کي د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو د آزموینو په لا ښه ډول اخیستلو او نورو اړوندو برخو په اړه خپل نظرونه ناستي ته وړاندي کړل، او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.