د رسنيو د مرکز

د کندهار پوهنتون د رسنيو د مرکز پېژندنه

د کندهار پوهنتون رسنيو مرکز په ( ۱۳۹۴ل./ ۲۰۱۵م.)کال، د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي اېجاد سو، چي د ژورنالیزم پوهنځي محصلان به د عملي کار په برخه کي استفاده ځيني کوي.

د کندهار پوهنتون د رسنيو مرکز اوس مهال د راډیو او مطبعې دوې فعالي څانګي لري، چي په نویو او عصري وسايلو سمبال دي او هره ورځ د ژورنالیزم پوهنځي محصلان د عملي کار  له پاره استفاده ځني کوي او همدارنګه دا مرکز، د کندهار پوهنتون پرمختګونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکوي.

دغه مرکز هڅه کوي چي د خپلو فعالیتونو په مرسته د کندهار ولایت او کندهار پوهنتون په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کي خدمات وړاندي کړي.

لېرلید

د کندهار پوهنتون د رسنیو مرکز به د هیواد په کچه د عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د مسلکي روزني، پیاوړتیا او معلوماتو ته د لاس رسي لوی مرکز وي.

رسالت

 د کندهار پوهنتون د رسنیو مرکز د ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو په رڼا کي د کندهار پوهنتون او د دې ولایت د پرمختګونو او نوښتونو ته انعکاس ورکوي او د ژورلیستانو د مسلکي روزني له پاره امکانات برابروي.

موخي:

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته عملي زده کړي ورکول.

په سیمه ایزه کچه ښوونیزي ږغیزي او چاپي خپروني د ټولني اړتیاوو ته په کتو وړاندي کول.

د کندهار پوهنتون د خبرتیاوو او پرمختګونو راپورونه خپرول.

د پوهنتون د عوایدو د زیاتوالي په موخه د تجارتي اعلانونو جذب او خپرول.