د مسلکي مونوګراف لیکني د ورکشاپ په روانه لړۍ کښي نهمه برخه وړاندي سوه

kdru_admin
Sat, Nov 25 2023 2:46 PM
/

د پنج شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي څلور میاشتني ورکشاپ اتمه برخه وړاندي کړه، چي پر مهال ئې د څلرمو ټولګیو د محصلانو تر څنګ؛ د کښتو ټولګیو محصلانو هم ګډون درلود.

ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته پېل سو؛ په سر کښي پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – ورکشاپ د نهمي برخي په جريان کښي پر اړوندو برخو باندي جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ او د مونوګراف تر سريزي وروسته، پر اوله برخه (تر موضوع مخکي معلومات يا عموميات) پر سرليک باندي بحث وکړ؛ په هغه برخه کښي، چي کوم معلومات راځي، څه ډول راځي او د ماخذو کارونه ئې بايد څنګه وسي؛ هر اړخيز معلومات وړاندي کړل، ورپسې ئې د هري برخي په اړه بېلابېلي بېلګي وړاندي کړلې او په ګډونوالو ئې ياد سرليکونه عملي کړل.

د یادولو وړ ده، چي په یاد څلور میاشتني ورکشاپ کښي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني او نورو  اړوندو برخو په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزو پوښتنو ته جوابونه وویل سي.

د یادوني وړ ده، چي یاد ورکشاپ هره پنجشنبه د سهار پر (٠۸:۳۰) بجو د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختيايي مرکز کښي دائریږي.