وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ!

kdru_admin
Sat, Nov 25 2023 2:42 PM
/

د چهارشنبې په ورځ، په کندهار کښي د مهمند نړۍوال روغتون د ویني د راټولو په کمپاین کښي، د کندهار پوهنتون لسونو محصلانو وینه ورکړه.

د مهمند روغتون روغتیا پالان د کندهار پوهنتون د محصلانو دا نېک اقدام ستايي او وايي، چي کندهار پوهنتون کښي ئې، زرونه سي سي وینه راټوله کړې، چي راټوله سوې وينه به په معياري توګه د یاد روغتون د ويني په مركزي وطاق کي ساتله کېږي او اړمنو خلکو ته به په عاجلو وختو کښي، ورکوله کېږي.