د کندهار پوهنتون رئېس د مالي او اداري چارو د کارمندانو سره ګډه ناسته وکړه

kdru_admin
Tue, Nov 21 2023 10:58 AM
/

د دوشنبې په ورځ، د مالي او اداري چارو په معاونیت کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم،  د مالي او اداري چارو د کارمندانو سره د اداري چارو د لا ښه والي او په همږغۍ سره د ترسره کولو په موخه ګډه ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني او د مالي او اداري چارو مسئولان هم حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم د مالي او اداري چارو د ټولو کارمندانو د ترسره کړو چارو ستاینه وکړه، هغه وویل: پوهنتون د ېو کور حیثیت لري، چي هر غړي ته ئې ځانګړی مسئولیت ورسپارل سوی، تاسي د دې پوهنتون غړي یاست او ټولو ته ځانګړی مسئولیت درسپارل سوی؛ نو هره اداره چي ستونزي ولري؛ په ګډه ئې ورسره حلوئ، د نورو په کارونو کښي مداخلې مه کوئ؛ بلکي له ېو بل سره په کارونو کښي همږغۍ او همکارۍ کوئ.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د کندهار پوهنتون د رئېس څخه ځانکړې مننه وکړه، چي د مالي او اداري چارو د کارمندانو سره ئې وليدل، هغه وویل: په ېوه اداره کښي د کارمندانو تر منځ همږغي او ګډ کار د هغې ادارې د پرمختګ لامل ګرځي او الحمدالله زموږ ټول کارمندان په پوره همږغۍ سره کارونه ترسره کوي.

د ناستي په ورستیو کي پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هم هراړخیز بحث او خبري وسوې او هم ئې په اړه لازمي پرېکړي وسوې.

 

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

 

دوشنبه:۱۴۴۵/۵/۶

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت