کادري بستونو ته د ۲۸۷ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه واخیستله سوه

kdru_admin
Sun, Nov 12 2023 11:20 AM
/

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو کادري بستونو ته د ۲۸۷ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه واخیستله سوه، چي د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو ځيني مسئولان او استادان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړ سوي مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کي د کندهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولاداد حقمل د یادي آزمویني پر څرنګوالي خبري وکړې، چي په خبره ئې د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو کادري بستو ته ۲۸۷ نوماندان غوره سوي، چي لومړى به له دوی څخه د نړۍوالي ژبي آزموینه اخیستله کېږي او په دوهمه برخه کښي به مسلکي آزموینه ور څخه اخيستله کېږي. ښاغلي حقمل وویل: هغه کسان به بریالي کیږي، چي ډېري نومرې ئې وړي يي، او یادو بستونو له پاره وړ او لایق کس يي.

 

د یادولو وړه ده، چي د یادو کادري بستونو مسلکي آزموینه به سبا دوشنبه له نوماندانو څخه واخیستله سي.

 

یکشنبه:۱۴۴۵/۴/۲۸

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت