استغفرالله ویل؛ د ېو انسان ګناهونه داسي رژوي؛ لکه خزان چي د ېوې درختي پاڼي رژوي

kdru_admin
Sun, Nov 12 2023 11:02 AM
/

یاده څرګندونه د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي صبغت الله معتصم د پنج شنبې په ورځ، د استغفار فضایل په نوم جوړي سوي د ديني درسو حلقې ته وکړې، یاد لړۍ، چي د کندهار پوهنتون دعوت ارشاد آمریت د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه، په روانه اونۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو له پاره پېل کړې، لومړۍ برخه ئې د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دوهم صنف محصلانو ته وړاندي سوه؛

 

په سر کښي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي صبغت الله معتصم، د استغفرالله ویلو فضایل بیان کړل او بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه، په ورځني ژوند کښي څو بېلګي وړاندي کړې.

 

مفتي صبغت الله معتصم وويل: چي رسول الله ﷺ فرمايلي؛

هر څوک چي تل استغفار وایي؛ نو الله تعالی به ئې له هري ستونزي او غم څخه خلاص کړي.

(‏سنن ابوداؤد؛ ۱۵۱۸)

په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

 

یکشنبه: ۱۴۴۵/۴/۲۸

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت