په مونو ګراف کښي سریزه څنکه ولیکو؟

kdru_admin
Tue, Nov 07 2023 9:15 AM
/

د پنج شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني په پېل سوي څلور میاشتني ورکشاپ کښي شپږمه برخه وړاندي کړه، چي پر مهال ئې د څلرمو ټولګیو د محصلانو  تر څنګ؛ د کښتو ټولګیو محصلانو هم ګډون درلود.

ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته پېل سو؛ په سر کښي، پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – ورکشاپ د شپږمي برخي په جريان کښي، په مونو ګراف کښي سریزه څنکه ولیکو؟ اړوند جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ، وروسته ئې د موضوع تعریف؛ د موضوع ارزښت؛ نوي ترلاسه سوي معلومات او نورو اړوندو برخو په اړه بحث وکړ، ورپسې ئې د هري برخي په اړه بېلابېلي بېلګي وړاندي کړلې او په ګډونوالو ئې ياد سرليکونه عملي کړل.

د یادولو وړ ده، چي په یاد څلور میاشتني ورکشاپ کښي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني او نورو  اړوندو برخو په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزه پوښتنو ته جوابونه وویل سي.

د یادوني وړ ده، چي یاد ورکشاپ هره پنجشنبه د سهار پر (٠۸:۳۰) بجو د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختيايي مرکز کښي دائریږي.