د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلان: کابل ته په علمي سفر کښي د زیاتو نوو معلوماتو برخمن سو

kdru_admin
Tue, Nov 07 2023 9:13 AM
/

د پنج شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلرم ټولګي محصلانو، کابل ته د خپل علمي سفر راپور د کندهار پوهنتون د رئېس او استادانو سره د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي؛ شریک کړ.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلرم صنف محصلانو، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه او د کندهار پوهنتون د رئېس څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دې علمي سفر په مالي برخه کښي ئې هر اړخیزه هڅه او همکارۍ وکړه. دوی وویل: کابل ته په خپل علمي سفر کښي مو ډېر معلومات ترلاسه کړل.

ورپسې محصلانو د ېو پرېزينټېشن له مخه د خپل علمي سفر راپور وړاندي کړ، چي د راپور پر اساس، محصلانو د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د مخابراتو او ټکنالوژۍ پوهنځي، د یاد پوهنتون د کتابتون او همداراز د پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه کړې وه، او تر څنګ ئې د افغانستان د ملي موزیم، دارالامان ماڼۍ او ملي تلوېزون څخه ئې هم لیدنه سوې وه.

د غونډي په ورستیو کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم، د نظري زده کړو د ارزښت تر څنګ د عملي زدکړو پر ارزښت خبري وکړې، وروسته ئې د کندهار پوهنتون د نورو پوهنځيو محصلانو ته هم ډاډ ورکړ، چي د دوی د علمي سفرو له پاره به هم ورته اقدامات تر سره کوي.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.