د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيئت د پوهنتون د ټولو برخو څخه تر لیدني وروسته د کندهار پوهنتون د مسؤلانو سره وروستۍ ناسته وکړه

kdru_admin
Tue, Nov 07 2023 9:10 AM
/

د چهار شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي ټاکلي هيئت، د کندهار پوهنتون د ټولو برخو تر کتلو وروسته د خپل وروستي راپور د شرېکولو په موخه، د پوهنتون د مسئولانو سره وروستۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاني، د پوهنځیو رئېسانو او د ټاکلي هيئت غړو ګډون درلود.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت د راغلي هيئت څخه ځانګړې مننه وکړه؛ چي د کندهار پوهنتون د علمي پرمختګ له پاره او د یاد پوهنتون د سته ستونزو د حل په موخه ئې هر اړخیزه هڅه وکړه، او هیله ئې وښووله، چي نور هم ددې علمي کهول د پرمختګ له پاره هڅه او کار وسي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د ټاکلي هيئت مشر او د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست رئېس حافظ انجینېر روح الله روحاني، د کندهار پوهنتون د درو معاونیتو د ټولو برخو اړوند د لیدني راپور شریک کړ او وې ويل: په پوهنتون کښي ئې د مسؤلانو، استادانو او محصلانو سره لیدلي، او د دوی وړاندیزونه، غوښتني او ستونزي ئې د ځان سره یاداښت کړي، چي د حل په موخه به ئې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه سره شریکي کړي.

راغلي هيئت، د کندهار پوهنتون د ټولو استادانو اداري کارمندانو هڅي وستائلې، او خوښي ئې وښووله، چي په کمو امکاناتو ئې د دې هیواد ځوان نسل سالمه روزنه په ډېر اخلاص سره کړې.

وروسته یاده ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.