د څېړني کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
Tue, Nov 07 2023 9:07 AM
/

د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان په مشري، د څېړني کمېټې دوهمه نوبتي غونډه دائره سوه، چي پر مهال ئې د دې کمېټې ټولو غړو ګډون درلود.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو پېله سوه، په سر کي د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د غونډي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د پوهنځیو د څېړني پر راپورو باندي د کمېټې د غړو سره بحث او خبري وکړې.

ورپسې د څېړني د مرکز آمر فضل الرحمن سهېل، د فېک ژورنال او سم ژورنال د لټون او مقالې لېږلو اړوند د سیمینار پر دائرولو او د څېړني اړوند د مقالې لیکني ورکشاپ پر دائرولو بحث وکړ.

د يادو سيمينار او ورکشاپ په اړه تر خبرو اترو وروسته، د طب پوهنځي استاد پوهندوى ډاکټر محمد هاشم وفا د څېړنو د خپرېدو له پاره د ويب پاڼي د جوړېدو موضوع د ګډون والو سره شریکه کړه، چي باید ېو داسي ويب پاڼه جوړه سي، چي د اُستادانو تر څنګ د محصلانو څېړني هم پکښي خپرې سي.

د غونډي په ورستیو کي، د ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو تر څنګ د ملي کنفرانس پر جوړېدو هراړخیز بحث او خبري وسوې؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وسوې.

غونډه د دؤعا ویلو سره پای ته ورسېده.