د معاصر تاریخ د کتاب لوستني سیالي ترسره سوه

kdru_admin
Wed, Nov 01 2023 2:35 PM
/

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون په علامه حبیبي کتابتون کښي د شرعیاتو پوهنځي د لومړي سمیسټر د (۴۲) محصلانو ترمنځ د معاصر تاریخ د کتاب لوستني سیالي ترسره سوه.

د علامه حبیبي کتابتون عمومي مدیر نور احمد قران مل وايي؛ چي د محصلانو د تشویق، د کتاب لوستلو ته د هغوی رابلل، نوښتونه رامنځ ته کول، استعدادونه راسپړل او د ځوانانو تر منځ سالمه سیالي د همدې پروګرام اړیني موخي دي.

ښاغلی قران مل؛ پر ځوانانو ږغ کوي، چي په رښتني ډول دیني او عصري زده کړي وکړی، ځانونه د علم په واسطه جوړ کړي او په مټ ئې هیواد ته خدمت وکړي.

د یادولو وړ ده؛ چي له دې وړاندي هم د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د ځوانانو د تشویق په موخه ورته پروګرامونه جوړ کړي؛ تر ځوانان تشویق، پیاوړي او د هیواد جوړوني له پاره غښتلي وروزل سي.