ېوه څېړنیزه موضوع څنګه غوره کړو؟

kdru_admin
Sat, Oct 28 2023 3:27 PM
/

د پنچ شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي څلور میاشتني ورکشاپ کښي پنځمه برخه وړاندي کړه، چي پر مهال ئې د څلرمو ټولګیو د محصلانو  تر څنګ؛ د کښتو ټولګیو محصلانو هم ګډون درلود.

ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته پېل سو؛ په سر کښي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – ورکشاپ د پنځمي برخي په جريان کښي پر اړوندو برخو باندي جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ، هغه وويل؛ کله چي په ېو مسلکي مونوګراف لیکنه کښي څېړنیزه موضوع غوره کوو، باید عنوان ئې هر اړخیزه او جالب يي،  موضوع باید د ټولني په ګټه یي، او نوښت پکښي وي، ورپسې ئې د هري برخي په اړه بېلابېلي بېلګي وړاندي کړلې او په ګډونوالو ئې ياد سرليکونه عملي کړل.

د یادولو وړ ده، چي په یاد څلور میاشتني ورکشاپ کښي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني او نورو  اړوندو برخو په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزه پوښتنو ته جوابونه وویل سي.

د یادوني وړ ده، چي یاد ورکشاپ هره پنجشنبه د سهار پر (٠۸:۳۰) بجو د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختيايي مرکز کښي دائریږي.