د پنځم بست اداري کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت د پوهاوي سیمینار دائره سو

kdru_admin
Sat, Oct 28 2023 3:12 PM
/

د چهار شنبې په ورځ ماپښین د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو آمریت – د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د پنځم بست اداري کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت د پوهاوي ېو ورځنۍ سیمینار دائر کړ.

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پېل سو؛ په سر کي د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد شمس الله شاداب د ادارې او مدیریت اړوند ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د مدیریت او ادارې پېژندنه، د ادارو ډولونه او برخي، د بست، دندې لایحې او پر نورو ګڼو اداري موضوعاتو باندي بحث او خبري وکړې.

استاد شمس الله شاداب وویل: د ښه مدیریت د پرمختګ له پاره کاري روحیه، د مفاهمې مهارتونه، په کار کښي ريشتینولي، د کار مهالوېش درلودل، او په خپل کار کښي نوښتګر اوسېدل هغه لاملونه دي، چي ېوه اداره خپلو ټاکلو هدفو ته پر رسېدلای سي.

د سیمینار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او وروسته سیمینار په دؤعا سره پاى ته ورسېد.