د علمي– ديني او معلوماتي سيمينارو په لړۍ کښي درو شپېتم سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Oct 28 2023 3:08 PM
/

د چهار شنبې په ورځ کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نوم د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو په لړۍ کښي د سهار شپږم (پرله پسې دروشپېتم) معلوماتي سیمینار د رسنیو مرکز د غونډو په تالار کښي، د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي وړاندي کړ.

ښاغلي محمدي لومړی (دا زما د پروردګار کتاب دئ  دا زما د رب خبري دي!) اړوند ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي د ام حکيم، هندې، ابوسفيان او ځينو غزاؤ په اړه معلومات وړاندي کړل؟ او بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه په اوسني وخت کښي څو بېلګي وړاندي کړلې.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادولو وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.