کندهار پوهنتون د دوو مهمو پروژو چاري بشپړي کړې

kdru_admin
Tue, Oct 24 2023 11:21 AM
/

د شنبې په ورځ کندهار پوهنتون کښي د دوهمي دروازې او ټرانسپورټ د نقلیه وسایطو د پروژې چاري بشپړي کړې او رسماً ئې ګټي اخیستني ته وسپارلې، چي د پټۍ د پرېکولو په مراسمو کښي د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ م. نداء محمد ندیم، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار ح.قاني، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.

د پټۍ د پرېکولو په مراسمو کښي د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ م. نداء محمد ندیم یادي پروژې د کندهار پوهنتون له پاره حیاتي وبللې او زیاته ئې کړه، چي په راتلونکي کښي به په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کي دې ته ورته نوري رغنيزي او پراختیایي پروژې پېل  کړي.

د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاني د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د یادو پروژو په لومړۍ پروژه کښي د پوهنتون دوهمه لویه دروازه ده، چي شاوخوا د دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت په مالي مرسته جوړه سوې، چي ژر به د محصلانو پر مخ خلاصه سي.

همداراز ښاغلي حقاني وویل: دوهمه پروژه د ټرانسپورټ د نقلیه وسایطو د بیا ترمیم پروژه ده، چي څوارلس موټران د اووه سوه زره افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون په عادي بودیجه ترمیم او رسماً ګتي اخیستني ته وسپارل سوه.