د کيفيت د تضمین او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ څلور ورځنى د پوهاوي روزنيز ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
Tue, Oct 17 2023 2:05 PM
/

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونو له پاره د کيفيت د تضمین او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ په اړه څلور ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پېل سو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د لوړو زده کړو وزارت د  کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو آمر مفتي نذیر احمد احمدي، استادانو او د پوهنتونو د کيفيت د تضمين مسئولانو ګډون درلود.

ياد روزنيز ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو، د پېل په مراسمو کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان په دولتي او شخصي پوهنتونو کي د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو پروسې د غښتلتیا او لا ګړنديتوب له پاره دا ورکشاپ مهم وباله، چي په خبره ئې که چیري د دې ورکشاپ موضوعات په سم ډول تطبیق او تحلیل سي، د سهېل لوېدیځ زون ټول دولتي او شخصي پوهنتونو اعتبار به تضمين، لوړ او په نړۍوالو معيارو سمبال سي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو آمر مفتي نذیراحمد احمدي وویل: الحمدالله د ا.ا.ا په راتګ سره او د لوړو زده کړو وزارت په هڅه د هیواد د ټولو پوهنتون د کیفیت د لا غښتلتیا له پاره هڅي پېل سوي، چي په خبره ئې کومو پوهنتونو چي ښه اعتبار تر لاسه کړی دئ؛ دوی باید د خپل اعتبار ساتلو له پاره لا زياتي هڅي وکړي.

د ورکشاپ د پېل تر ویناؤ وروسته د استادانو له لورۍ د ارزوني، اعتبار ورکولو او ځان ارزوني د پروسې او تضمين کیفیت د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر په اړه معلومات وړاندي سول.

د يادولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به څلور ورځي دوام ولري او په ترڅ کښي به ئې د کيفيت د تضمين پر ټولو معيارو مناقشې او بحثونه وسي.