ېو هیواد ته د نوي سفیر د معرفي کېدو او د باورلیک د منلو تشریفاتي مراسم په تمثیلي ډول تر سره سول

kdru_admin
Sun, Oct 15 2023 11:40 AM
/

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کښي، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي له لورۍ ېو هیواد ته د نوي سفیر د معرفي کېدو او د باورلیک د منلو اړوند تشریفاتي مراسم په تمثلي ډول ترسره سول، چي په يادو مراسمو کښي د کندهار پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئېس پوهنيار محمد صادق حریفال، د کندهار د دباندنيو چارو ریاست د تشریفاتو مدیر عبدالرحیم ساحل، استادانو او لسونه محصلانو ګډون درلود.

په همدې موخه جوړ سوي مراسم، چي د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په سر کي د کندهار د دباندنيو چارو ریاست د تشریفاتو مدیر عبدالرحیم ساحل په ډیپلوماټیکو مراسمو کښي د څه ډول تشریفاتو د تر سره کولو اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي په هغه کښې د تشریفاتو پر پېژندنه، په ډیپلوماتیک اړخ کي د تشریفاتو پر ارزښت، ډيپلوماټیک آداب او ېو هیواد ته د لوړو پوړو چارواکو پر راتلو او تلو پر تشریفاتي کړنو خبري وکړې او د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل.

ورپسې محصلانو د دوو هیوادو ترمنځ د نوي سفیر د معرفي کېدو او د باورلیک د منلو تشریفاتي مراسم په تمثلي ډول تر سره کړل

په ورستیو کښي  د کندهار پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئېس پوهنيار محمد صادق حریفال د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي خورا اړيني وبللې، او په خپلو خبرو کښي ئې وویل: د لوړو زده کړو فارغان د ملت سترګي دي، نسلونه تاسي ته هیلي لري، تاسي به ټولنه او هیواد جوړوى، موږ نوره هم هڅه کوو، چي ستاسي د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د علمي سېر کولو او د سیاسي ادارو سره د ګډي همکارۍ پر رامنځ ته کولو کار وکړو.

وروسته یاد تشریفاتي تمثيلي مراسم د دؤعا په ویلو سره پاى ته ورسېد.