د ترکي ژبي د زده کړي روزنیز کورس پېل سو

kdru_admin
Sun, Oct 15 2023 11:36 AM
/

د چهار شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون او افغان ترک معارف عالي لېسې په ګډه همکارۍ؛ د ترکي ژبي د زده کړي ۴۵ ورځنی روزنیز کورس، چي څه کم ۷۰ محصلانو نوم لیکنه پکښي کړې وه، نن ورځ پېل سو، چي په پرانېست غونډه کښي ئې د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم، د محصلاتو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د افغان ترک معارف عالي لېسې مسئول هارون دیزي ایري، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر م.محمد معصوم زاهد او محصلانو ګډون درلود.

په همدې موخه په جوړه سوې پرانېست غونډه کښي، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو پېله سوه، په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم د ژبو د زده کړي د ارزښت د بیانولو ترڅنګ د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته هم اشاره وکړه؛ په خپلو خبرو کي ئې د ښووني په برخه کي د یاد بنسټ د کړیو فعالیتونو او کارونو ستاینه وکړه او هم یې په دې برخه کي د لا نورو فعالیتونو د پراخوالي او ډېروالي غوښتنه وکړه.

ورپسې د افغان ترک معارف عالي لېسې مسئول هارون دیري ایري په خپلو خبرو کي د ترکي ژبي دا کورس ډېر ګټور او مهم یاد کړ، چي باید ټول محصلان له دې ګټور فرصت څخه ګټه واخلي او د کورس په ټولو برخو کي په سم ډول زده‌کړي وکړي.

وروسته یاده پرانېست غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.