د طب او فارميسي پوهنځیو د تدریسي بهیر څخه لیدنه وسوه.

kdru_admin
Tue, Oct 03 2023 11:13 AM
/

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د رئېس م. اکرم شاه عاصم په مشرۍ د کندهار پوهنتون د طب او فارميسي پوهنځیو د تدریسي بهیر څخه لیدنه وسوه او هم د محصلانو وړاندیزونه او غوښتني واورېدلي سوې؛ چي د لیدني پر مهال د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاری، د منابع بشري آمر م. ګل احمد هاشمي، د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي او د ارزوني او سوانحو مدیر عطا محمد پوپل هم ګډون درلود.

د کنټرول او ارزوني په لړ کي الحاج م. اکرم شاه عاصم لومړی په یادو پوهنځیو کښي د حاضریو کنټرول وکړ، او د حاضریو مسئولانو ته ئې جدي سپارښتنه وکړه؛ تر څو حاضرۍ سمي ترتیب کړي؛ خپلو حاضریو ته متوجه سي او د اُصولو مطابق حاضرۍ پر وخت هم سهار او هم ماپښین لاسلیک کړي.

ښاغلي عاصم په دوهمه برخه کي د یادو پوهنځیو د ټولو صنفو څخه لیدنه وکړه او هم ئې د صنفو د تدریسي چارو ارزونه وکړه، چي د لیدني او ارزوني پر مهال ئې استادان او محصلان په خپلو صنفو کي په درس بوخت ول او په دې اړه ئې له هغوى څخه مننه وکړه، چي تدریسي چاري په ښه ډول مخ ته وړي او همدا راز ئې د یادو پوهنځیو د بېلابیلو استادانو، محصلانو او د مامورانو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه هم واورېدل او په اړه ئې هغوى ته د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندي کړ؛

د محصلانو د صنفو څخه د کنټرول او ارزوني په وروستیو کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم محصلانو ته په وینا کي وویل: دا د خپلو ځانو له پاره نېکمرغي و بولئ، چي تاسي لوړو زده کړو ته بریالي سوي یاست؛ نو تاسي ځانونه کمزوري مه بولئ؛ لوړ عزم ولرئ؛ ستر هدف و ټاکئ او له خپلو سته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلئ؛ ځکه ددې هیواد د راتلونکي برخلیک ټاکونکي تاسي یاست.