د عامي – روغتیا ماسټرۍ (MPH) پروګرام کریکولم کتني اړوند غونډه دائره سوه

kdru_admin
Tue, Oct 03 2023 9:50 AM
/

د یک شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون طب پوهنځي د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو په تالار کښي، د عامي – روغتیا ماسټرۍ (MPH) پروګرام د کریکولم اړوند مسلکي او تخصصي نظرونو راټولو غونډه جوړه سوه، چي پر مهال ئې د طب پوهنځي رئېس پوهنمل ډاکټر نجیب الله رحیمي، د عامي روغتیا ریاست، د روغتیايي څانګي اړوند د کورنيو او دباندنيو مؤسساتو او انجوګانو استازو او د طب پوهنځي استادانو ګډون کړى وو.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ د طب پوهنځي استاد پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق پېلیزه وینا وکړه، د غونډي ګډون والو ته ئې ښه راغلاست ووايه، او وروسته ئې د عامي روغتیا – ماسټرۍ برنامې پر تاریخچه لنډي خبري وکړې او ترڅنګ ئې د همدې برنامي په بریا کي د طب پوهنځي استادانو له ژمنتیا او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله ځانګړې مننه وکړه.

ورپسې د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر خوشحال فاروقي د (MPH) پېژندني، په یاده برخه کي د بېلابېلو ادارو او افرادو پر همکارۍ، په یاده برخه کي د طب پوهنځي پر راتلونکو پلانو او داسي نورو موضوعاتو لنډ پرېزينټېشن وړاندي کړ.

په وروستیو کښي د غونډي ګډون والو نظرونه تبادله کړل او همدارنګه د کریکولم کتني اړوند پوښتنپاڼي ووېشلي سوې.

غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.