د (تدریسي عمومي مېتودونه) په اړه ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Tue, Oct 03 2023 9:48 AM
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو او استادانو ته؛ د تدریسي عمومي مېتودونه په اړه ورکشاپ جوړ کړ؛

ياد ورکشاپ د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو پېل سو؛ پېلیزه وینا د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال عبدالرحمن سعید وکړه؛ هغه د تدریسي مېتودو پر اړتیا، په تدريس کښي د استادانو د بېلابېلو میتودو پر کارولو خبري وکړې او تر څنګ ئې د کندهار پوهنتون او د دې پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د آمر پوهنمل عطاءالله محمدي څخه مننه وکړه، چي په ياده او ورته نورو برخو کښي همکاري کوي، چي په خبره ئې د دې مؤسسې کارمندانو او استادانو ته یاد ورکشاپ دائرول دي. ورپسې د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي ورکشاپ وړاندي کړ؛ هغه د تدریسي مېتود پر پېژندنه، د هغه پر ډولونو، د استعمال پر ځايو، د هر مېتود په مثبتو او منفي اړخو؛ د تدريس د په زړه پوري کولو پر لارو چارو  او نورو اړوندو سرليکو بحث وکړ؛

د ورکشاپ په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.