ایراني مخکښ څېړونکي او لیکوال د کندهار پوهنتون له رئېس او علمي مرستیال سره وکتل
د یک شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د دباندنیو چارو وزارت د مطالعاتو مرکز مخکښ څېړونکي سید علي مجاني د کندهار پوهنتون له رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم او د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان سره وکتل.
د لیدني په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم هغه ته ښه راغلاست ووایه؛ د کندهار پوهنتون اړوند ئې مفصل معلومات ورکړل او هغه ته ئې د تاریخ د مطالعې په هدف د ګډي کمېټې د جوړولو اړوند د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې څېړونکي سید علي مجاني د کندهار پوهنتون د رئېس له مېلمه پالني او قدرداني څخه مننه وکړه او د کاري پلانو د تعقیبولو او د مسودې د جوړولو په برخه کښې له سیمه ييزو چارواکو سره د مشورې په خاطر، د افغان جهاد د تاریخ د ګډ پلان د تالیف پر هدف مفصل بحث وکړ؛ هغه د افغانانو سرښندني او د یرغلګرو په وړاندي جهاد بې ساری وباله.
د لیدني په جریان کي د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان هم ښاغلي مجاني ته د افغان تاریخ د هر اړخیزي څېړني په موخه له مهمو ځایو او اکاډیمیکو اشخاصو سره د لیدني په هکله مشوره ورکړه او د هغه هر راز پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه وویل.
یاده لیدنه د دؤعاء په ویلو پای ته ورسېده.