د (کرېډیټ سیسټم) په اړه ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Sat, Aug 12 2023 5:08 PM
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ابراهیم النخعي (رحمه الله) د تخصصاتو جامعې استادانو ته؛ د کریډیټ سیسټم په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛
ياد ورکشاپ د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړ؛ هغه د کرېډیټ سیسټم پر پېژندنه، په هغه کښي د محصلانو پر محرومۍ، د کرېډيټ سيسټم پر لايحه، د ېوه محصل يا فاضل له پاره د بشپړي تحصيلي دورې او سميسټر د ټولو کرېډيټو پر شمېر،  او نورو اړوندو سرليکو بحث وکړ؛
د ورکشاپ په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.
شنبه ۱۴۴۵/۱/۲۵
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت