د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري.
ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي؛ چي د (١۴۴۵ل.) کال د محرم د مياشتي په (۱۵مه) ورځ ئې د سهار لسم (پرله پسې نهه ویشتم) علمي – ديني سيمينار وړاندي سو.
ښاغلي محمدي په دې سيمينار کښي (د امام صاحب عجيب استدلال) پر موضوع باندي بحث وکړ.
هغه د ېوې موضوع په اړه چي د دوو وروڼو ترمنځ د پلار څخه د ورپاته سوي ميراث په اړه وه؛ بحث وکړ او د هغه اړه ئې د امام صاحب عجيب استدلال، چي ېو ورور دي ټول مال و وېشي او بل دې پکښي خوښ کړي؛ پرېکړه له ګډونوالو سره شريک کړه او په دې اړه ئې د امام صاحب د عجيب جواب ورکولو په اړه بحث وکړ.
د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.
د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د شنبې په ورځ پر (٠٣:٣٠) بجې او سه شنبې په ورځ پر (١١:٣٠) بجو باندي بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت