کندهار پوهنتون د راپور ليکني روزنيز ورکشاپ دائر کړ

kdru_admin
Wed, Jun 21 2023 2:23 PM
/

کندهار پوهنتون د خپلو ورکشاپونو په لړ کي، د راپور ليکني روزنيز ورکشاپ دائر کړ؛

ياد ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د (۱۴۰۲هـ .ش) کال د جوزا پر (۲۹مه)، د کندهار پوهنتون د پلان او پاليسۍ عمومي مدير ضياخان زیارمل، د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي استادانو، د بېلابېلو مرکزو آمرانو او اداري کارمندانو ته د قران کریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړ؛

په پېل کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز مسئول پوهنمل عطاءالله محمدي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ د دې روزنيز ورکشاپ پر ارزښت ئې خبري وکړي او ياد ورکشاپ ئې د استادانو، اداري کارمندانو او مراکزو له پاره اړین وباله.

تر ښاغلي محمدي وروسته ښاغلي ضياخان زیارمل خپل چمتو سوی پرېزينټېشن وړاندي کړ، او د راپور د پېژندني، جوړښت، خصوصياتو، اهميت، ډولونو او د ليکلو پر طريقو ئې بشپړ بحث وکړ.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.