د (مونوګراف لیکنه) شل ورځنی ورکشاپ ادامه لري

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي د مونوګراف لیکني د ورکشاپ دوهمه برخه وړاندي سوه؛ ياد ورکشاپ د محصلانو د پوهي د لوړتيا په موخه د (۱۴۰۲ هـ ش.) کال د جوزا میاشتي پر (۲۰مه) پېل سوی دئ، چي د مونوګراف ليکني په هکله هر اړخيزه معلومات پکښي وړاندي کيږي.
د دې ورکشاپ دوهمه برخه د (۱۴۰۲هـ. ش) کال د جوزا پر (۲۵مه) د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي د دې پوهنتون د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښته ټولګیو محصلانو ته د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړه.
د ورکشاپ په دوهمه برخه کي د فوټ نوټ پر استعمال، لمنليکونو، فهرست او د مونوګراف ليکني پر نورو تخنيکونو بحث وسو، او د محصلانو پوښتنو ته د جواب ورکولو وروسته پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده چي یاد ورکشاپ په اونۍ کي دوې ورځي هره شنبه ماپښین ۳:۰۰. بجې او هره پنجشنبه ماپښين ۱:۰۰. بجه دائریږي