کندهار پوهنتون د رواني دفاعي میکانیزمو په نامه علمي څېړنيز سيمينار دائر کړ

kdru_admin
Sun, May 21 2023 10:43 AM
/

کندهار پوهنتون د خپلو علمي سيمينارو په لړ کښي، د (رواني دفاعي ميکانيزمونه) په نامه علمي څېړنيز سيمينار جوړ کړ؛

ياد سيمينار د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګي استاد پوهنمل علي نقي محبي وړاندي کړ، چي پکښي د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، اداري کارمندانو او علاقه لرونکو محصلانو ګډون کړى وو؛

ښاغلي محبي رواني دفاعي ميکانيزمونه د ارواپوهني او صحت سره په ارتباط روښانه کړه او دا ئې وښودله، چي د انسان پر شخصي ارتباطاتو باندي څونه تاثير لري؛ هغه وويل، چي دفاعي میکانیزمونه د انسان د شخصیت پېژندلو د تر ټولو مهمو مفهومونو څخه دي او دا میکانیزمونه د تنظیم مهم جریانات په ګوته کوي. هغه زياته کړه، چي د ساینس د پرمختګ سره سم د دفاعي میکانیزمونو علم، د ارواپوهني یوه برخه وګرځېده؛ دا علم د انسان رفتار او کړه وړه مطالعه کوي او هغه منظموي.

ښاغلي محبي رواني دفاعي ميکانيزمونه پر دوو برخو:۱- د مخکني یا علمي تحقیق پر اساس او د ۲ - د ادبي یا تیوریکي تاریخ پر اساس؛ ووېشل؛

هغه وويل، چي رواني دفاعي میکانیزمونه د شخصیتو پر مدیریت د اختلال سبب ګرځي؛ ځکه ئې نو مطالعه او څېړنه ضروري ګڼله کیږي.

د سیمینار په پای کي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS