د عزیزي بانک مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکي خدماتو سیمینار وړاندي کړ
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په هڅو، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي، په کندهار ښار کښي د عزیزي بانک څانګي مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکدارۍ، بانکي خدماتو او عملي زده کړو سیمینار وړاندي کړ؛
د سیمینار په پیل کښي د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالله زیارمل، په کندهار کښي د عزیزي بانک له مسئولانو څخه مننه وکړه او د محصلانو د عملي زده کړو پر اهمیت او د اقتصادي ودي، پرمختګ او مالي شمولیت په برخه کښي ئې د بانکو پر ونډي بحث وکړ او دغه راز ئې زياته کړه، چي د اقتصاد پوهنځي ریاست پلان لري، چي د کندهار ولایت له ټولو بانکو څخه مسئولان پوهنځي ته را دعوت کړي؛ تر څو د بانکو مسئولان او کارکوونکي خپلي عملي تجربې له محصلانو سره شریکي کړي.
وروسته د کندهار ولایت د عزیزي بانک مسئول محمد یونس سروري او د یاد بانک د بازار موندني مسئول د عزیزي بانک د فعالیتو، بانکي حسابو، نړۍوالو پیسو د لېږد او ترلاسه کولو، مرابحې د تمويل، بانکي ضمانتو او برېښنایي بانکدارۍ په اړه محصلانو ته معلومات وړاندي کړل.
همدا راز په آنلاين بانکداري باندي د پېسو د لېږد، د برېښنا د بيلو، د مالیاتو د ورکړي، د موبایل کرېډیټ د ترلاسه کولو، بانکي سټېټمينټ او په QR Code او POS د تادیاتو په اړه د معلوماتو د شریکولو تر څنګ؛ د محصلانو پوښتنو جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۸/۵/۱۳
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت