د کندهار پوهنتون د مني جام فوټسال ټورنمينټ اتل کمپیوټر ساینس پوهنځی سو

kdru_admin
Sun, Oct 25 2026 1:15 PM

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په هڅو، د ۱۴۰۵ل. کال د «کندهار پوهنتون د مني جام» فوټسال ټورنمينټ د پای بازي په افتخار ورزشي لوبغالي کښي وسوه، چي کمپیوټر ساینس پوهنځي د اقتصاد پوهنځي څخه په پنالټیو سره وګټله او د یاد ټورنمينټ اتل سو.

دغه ټورنمينټ د تلي (مېزان) میاشتي پر (۱۸مه) نېټه د کندهار پوهنتون د یوولسو پوهنځیو د دوولسو لوبډلو ترمنځ د لیګ په سیسټم پیل سوی وو، چي د کمپیوټر ساینس پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسېد. د پای بازۍ په مراسمو کښي د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارکوونکو او سلونو محصلانو ګډون کړی وو.

 

د پروګرام په پیل کښي د ورزشي عمومي مدیریت مدیر جمیل احمد همت ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کښي ئې د ورزش پر ارزښت او د دا ډول ټورنمينټو پر اهمیت د خبرو ترڅنګ، د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د افتخار ورزشي لوبغالي له مؤسس او اداري کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي د یاد ټورنمينټ د ترسره کولو له پاره ئې لوبغالی په وړیا ډول و پوهنتون ته ورکړی وو او د ټورنمينټ په منظم ترتیب او تنظیم کښي ئې پوره همکاري کړې وه.

 

ورپسې د افتخار ورزشي لوبغالي مؤسس عبدالواحد خاموش، له کندهار پوهنتون سره د فوټسال په برخه کښي د هر ډول همکارۍ او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ.

 

په یاد ټورنمنټ کښي د کمپیوټر ساینس پوهنځي اول؛ د اقتصاد پوهنځي دوهم او د فارميسي پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ. همدارنګه، د پوهنتون په کچه محمد عطایي، د اقتصاد پوهنځي محصل، د غوره ګول وهونکي؛ قادر، د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل، د غوره دفاعي لوبغاړي؛ او مهدي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل، د غوره ګول ساتونکي مقامونه ترلاسه کړل.

د پروګرام په پای کښي د پوهنتون د افتخار ورزشي لوبغالي مؤسس، اداري مسئول او لوبڅارانو ته ستاینلیکونه، لباسونه او نغدي جایزې ورکړلې؛ دغه راز، د اول، دوهم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه، ایوارډونه، جایزې، لباسونه، بوټونه او مډالونه ور ووېشل سول او مراسم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۵/۱۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت