د تلي د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

kdru_admin
Thu, Oct 22 2026 9:27 AM
د تلي د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي په مشري د تلي (مېزان) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

 

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کښي د کندهار پوهنتون رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خبرو پر مهال ئې په بېلابېلو اداري، علمي او روزنیزو برخو کښي سپارښتني وکړې.

ورپسې د معاونيتو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

 

په یاده ناسته کښي د استادانو د رخصت پاڼو پر کیفیت او ماهیت، په مستشفی عمر تدریسي روغتون کښي د تخصصي پروګرام پر پیل، د ادبیاتو د تقریظ او شرعي بورډ د حق‌الزحمې پر تائیدي، د ماسټرۍ برنامو د محصلانو د عملي، مسلکي او هر اړخیزو زده کړو د طرحي پر تائیدي، د فارمیسي پوهنځي د پنځم ټولګۍ محصلانو له خوا په کابل پوهنتون کښي د ستاژ پر کولو او د استادانو د ارزیابۍ کولو پر طرزالعمل بحث وسو؛ همدارنګه، د برېښنا د مدیریتي سیسټم پر رامنځته کولو، په طب پوهنځي او مستشفی عمر تدریسي روغتون کښي د لا زیاتو آسانتیاوو پر برابرولو او د خدماتو پر ښه والي، په مسلکي ورکشاپو او سیمینارو کښي د استادانو پر فعاله ګډون، د اقتصاد پوهنځي د نوي ماسټرۍ پروګرام د تدریس د چارو پر چټکتیا او د محصلانو د عملي کار او علمي سېر د نوي طرزالعمل پر تطبیق، د کندهار پوهنتون د نړۍوال کنفرانس د پاته چارو پر تنظیم او پر ځینو نورو مهمو متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو، چي د نظرونو تر تبادلې وروسته ئې په اړه اړیني پرېکړي وسوې.

 

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول؛ پر ځینو متفرقه مسایلو بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٨/٥/۱۰

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت