د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو

kdru_admin
Mon, Sep 14 2026 12:54 PM
https://whatsapp.com/channel/0029VaIZiPUJ3juwN3bUhA0T/2787

د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د عملي، مسلکي او روزنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو، چي د دغه هوکړه لیک پربنسټ به د دواړو ادارو ترمنځ د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړاوي او د اړوندو علمي او روزنیزو پروګرامو د پراختیا په برخه کښي، ګډي همکارۍ کيږي.

 

د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر مولوي محمد معصوم زاهد، د پوهنتون د نشراتو او عامه اړيکو آمريت سره د مرکې پر مهال وويل: د هوکړه لیک له مهمو مواردو څخه یو هم دا دئ، چي صمیمي تعلیمي اکاډيمي به د کندهار پوهنتون څخه ورمعرفي سوو محصلانو ته د انګرېزي ژبي په برنامو کښي په ترتیب سره د ماپښین په وخت کښي ۳۰ سلنه او د سهار په وخت کښي ۴۰ سلنه تخفیف ورکوي؛ دغه تخفیف به محصلانو ته د معیاري او مسلکي زده‌ کړو د ترلاسه کولو زمینه لا آسانه کړي او هغوی به وکولای سي، چي په مناسب لګښت خپلي ژبني وړتیاوي پیاوړي کړي.

 

د هوکړه ‌لیک له مخه به د صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ زده ‌کوونکي هم د کندهار پوهنتون په جوړېدونکو سیمینارو، کنفرانسو او ورکشاپو کښي په وړیا ډول د ګډون کولاى سي.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت