د محصلانو پر لا ښې روزني، علمي څېړنو او د پوهنتون د علمي پرمختګ پر موضوعاتو بحث وسو

kdru_admin
Tue, Aug 25 2026 11:57 AM

د محصلانو پر لا ښې روزني، علمي څېړنو او د پوهنتون د علمي پرمختګ پر موضوعاتو بحث وسو

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئیس شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي صاحب په مشري د زمري (اسد) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

 

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په شروع کښي د پوهنتون رئیس شيخ مولويصاحب محمد عبدالرحمن غزنوي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ وروسته ئې وويل: زموږ او ستاسي ګډه هڅه باید دا يي، چي څنګه کولای سو، خپل محصلان په لوړ علمي، مسلکي او اخلاقي ظرفیت وروزو او کندهار پوهنتون ته لا ډېر پرمختګ ورکړو؛ په کار ده، چي د تدریس، علمي څېړنو، مسلکي زده کړو او د محصلانو د لا ښې روزني په برخه کښي لا ډېري هڅي وکړو؛ تر څو داسي بااستعداده او مسلکي کادرونه ټولني ته وړاندي کړو، چي سبا د خپل ملک او اولس د خدمت جوګه يي؛ زموږ هره هڅه باید د دې له پاره يي، چي د پوهنتون علمي کچه لوړه سي، محصلان ښه وروزل سي او داسي خدمت وکړو، چي الله تعالی او اولس ورڅخه راضي يي.

 

وروسته د علمي معاونيت، څېړنو او مجلو معاونیت، مالي او اداري معاونيت او د محصلانو معاونیت مسئولانو او د د پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل.

 

ورپسې د اجنډا له مخه، په ناسته کښي د علامه حبیبي کتابتون له پاره د جوړي سوي کړنلاري پر تائیدۍ، د فلیپین ملک له Cebu Technology پوهنتون سره د تفاهم لیک پر لاسلیک کولو، د محصلانو له پاره د اووه ورځني دیني او عقیدوي سیمینار پر جوړولو، مستشفی عمر تدریسي روغتون ته د کندهار د خصوصي پوهنتونو د طب پوهنځیو د محصلانو د ستاژ د غوښتني پر تائیدۍ؛ د پوهنتون د ویب پاڼي پر لا غني کولو، د استادانو د حاضرۍ پر لا ښه کنټرول، د فارمیسي پوهنځي له پاره د لابراتوار پر اړتیا او جوړولو، په انجنیري پوهنځي کښي د څلورو نورو مسلکي څانګو پر ایجاد، په پوهنتون کښي د برېښنا د بې ځایه مصرف پر مخنیوي، د تهیې او تدارکاتو چارو پر لا ښه تنظیم او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.

 

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول؛ پر ځینو متفرقه مسایلو بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۳/۱۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت