د ۳۹ نرسینګ بستونو له پاره آزموینه واخیستل سوه

kdru_admin
Mon, Jul 27 2026 9:54 AM
h

د ۳۹ نرسینګ بستونو له پاره آزموینه واخیستل سوه

 

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د مستشفی عمر تدریسي روغتون د ۳۹ نرسینګ بستونو له پاره د ۲۹۷ نوماندانو څخه آزموینه واخیستل سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د اړوندو بستونو له پاره د آزموینو بورډ غړو (د طب پوهنځي رئیس، د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئیس، د روغتون سرطبیب، د کندهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر، د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ)، د ولایت مقام، د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو آمریت، د استخباراتو ریاست استازو او د طب پوهنځي استادانو ګډون درلود.

 

د پرانیستغونډي پر مهال د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد حسن طاهر صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د آزمویني پر شفافیت، عدالت، د اصولو پر مراعت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازمي لارښووني وکړې او هم ئې د یادي آزمویني څرنګوالی بیان کړ.

 

وروسته آزموینه رسماً پیل سوه او له ټولو نوماندانو څخه آزموینه په منظم ډول واخیستل سوه، چي وروسته به کامیاب کسان په اړوندو بستونو کښي وګمارل سي.

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۱۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت