د کندهار پوهنتون له پاره د برېښنايي مدیریتي سیسټم د آزمایښتي تطبیق لومړۍ آنلاین ناسته وسوه

kdru_admin
Wed, Jul 22 2026 8:46 AM
د کندهار پوهنتون له پاره د برېښنايي مدیریتي سیسټم د آزمایښتي تطبیق لومړۍ آنلاین ناسته وسوه

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب، د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون له استادانو سره په یوې آنلاین ناسته کښي د کندهار پوهنتون له پاره د ډیجیټلي مدیریتي سیسټم د رامنځ ته کولو او تطبیق په اړه بحث وکړ 
د ناستي په پیل کښي ښاغلي پښتون صاحب د برېښنايي مدیریتي سیسټم د ارزښت او اړتیا په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي په هڅو د دغه سیسټم د جوړولو چاري پیل سوي دي، چي د دغه سیسټم په تطبیق سره به د پوهنتون اداري او علمي چاري لا چټکي، شفافي او منظمي سي، د کاغذپرانۍ او غیر ضروري بروکراسۍ کچه به راکمه سي او د خدماتو کیفیت به لا لوړ سي؛ هغه دغه راز یادونه وکړه، چي ياد برېښنايي مدیریتي سیسټم ته اړتیا د کندهار پوهنتون ترڅنګ ټولو امارتي پوهنتونو او ادارو ته سته؛ ځکه د معلوماتو د مدیریت، د چارو د آسانتیا او چټکیا په برخه کښي اغېزناکه ونډه لري.

وروسته د ناستي ګډونوالو د یاد سیسټم د جوړښت، عملي کېدو او تخنیکي اړخو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او پرېکړه وسوه، چي سیسټم به لومړی په کندهار پوهنتون کښي په آزمایښتي ډول تطبیق سي او د ترلاسه سوو پایلو له ارزوني وروسته به د اړتیا له مخه په نورو پوهنتونو کښي ئې هم د پلي کېدو امکانات وارزول سي.

نېټه: ١٤٤٨/٢/٥
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت