د علم المیراث په مضمون کښي علمي سیالي

kdru_admin
Wed, Jun 24 2026 1:38 PM
image

د شرعیاتو پوهنځي او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د محصلانو ترمنځ د علم المیراث په مضمون کښي علمي سیالي وسوه

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د فاضلانو تر منځ د علم المیراث په مضمون کښي علمي سیالي وکړه، چي پر مهال ئې د دواړو علمي بنسټو د رهبرۍ غړي، استادان او محصلان حاضر ول.

یاده غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې (وه يې) ويل: پوهنتون او مدرسه دواړه د علم او زده کړو مهم مراکز دي او هغه علم پکښي ترلاسه کیږي، چي د دؤنيا (دنیا) او آخرت د نېکمرغۍ سبب ګرځي؛ دغه راز علم المیراث د اسلامي علومو له مهمو موضوعاتو څخه دئ او د ټولني د اړتیاوو له مخه؛ باید هر مسلمان په دې برخه کښي معلومات ولري. هغه دغه راز وویل، چي د دا ډول سیالیو اساسي موخه زده کړه، علمي تبادله او د محصلانو او فاضلانو ترمنځ د علمي روحیې پیاوړتیا ده؛ نه یوازي د اول او دوهم مقام ترلاسه کول؛ ځکه الله تعالی فرمایي: چي د خیر په کارو کښي یو له بل سره سیالي وکړئ.

وروسته د ګډونوالو له پاره د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګي محصلانو له خوا یوه تمثیلي محکمه هم دائره سوه، چي پکښي د یوې مځکي د ملکیت او قبضې اړوند قضیه په عملي ډول تمثیل او قاضیانو د شرعي او قانوني اصولو له مخه وڅېړل سوه، چي د یادې تمثیلي محکمې موخه دا وه، چي ګډونوال د قضایي چارو له عملي بهیر او د پرېکړو له څرنګوالي سره لا ښه بلد سي.
د تمثیلي محکمې تر پای ته رسېدو وروسته د شرعیاتو پوهنځي د محصلانو او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د فاضلانو ترمنځ د علم المیراث په مضمون کښي تحریري سیالي د ټاکل سوي هيئت په حضور کښي په منظم ډول وسوه او په پايله کښي ئې د ابراهیم النخعي ؒ جامعې فاضلانو ۹۵ نمرې او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو ۸۵ نمرې ترلاسه کړې.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۸