د کندهار پوهنتون څخه فارغېدونکو محصلانو ته توصيې وسوې
د کندهار پوهنتون څخه فارغېدونکو محصلانو ته توصيې وسوې
د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کښي د ۱۴۰۵ل. کال فارغېدونکو د بېلابېلو پوهنځيو محصلانو ته توصیوي بیان وکړ.
یاده غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په سر کښي قدرمن رئیس صاحب محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ډېر خوشحاله یو، چي نن په دې مبارک مسجد کښي له خپلو فارغېدونکو محصلانو سره وینو، الله تعالی دي ستاسي د استادانو او د زدهکړو په موده کښي ستاسي ټول زحمتونه او ستړیاوي قبولي کړي، کندهار پوهنتون ویاړي چي مسلکي محصلان ټولني ته وړاندي کوي او د ملک، نظام او اولس هیلي ور پوره کوي؛ ستاسي فراغت دي تاسي ته ډېر – ډېر مبارک يي؛ خو دا چي زموږ له منځه ځى؛ ډېر درپسي خوابدي يو؛ ځکه دلته د هيواد د بېلابېلو ولایتو محصلان زموږ سره د اولادو په څېر وخت تېروي؛ نو جلاوالى ئې هم د اولادو په څېر يي؛ ستاسي د فراغت غونډي د لا ښه او ښايسته ترسره کېدو له پاره بشپړ چمتووالی روان دئ او هڅه کیږي، چي ستاسي د فراغت ورځ په ښه ډول ولمانځل سي.
ښاغلي طیبي صاحب فارغېدونکي محصلان وهڅول، چي تر فراغت وروسته د ټولني خدمت ته ځانونه وقف کړي، د خپل علم او مسلک قدر وکړي، نظام او ملک ته وفادار پاته سي او د اسلامي شریعت احکام په خپل ژوند کښي په بشپړه توګه عملي کړي.
وروسته هغه د خپلو خبرو په دوام کښي په بېلابېلو علمي، اخلاقي او ټولنیزو برخو کښي محصلانو ته اړیني توصيې وکړې او هغوی ئې وهڅول، چي د علم، تقوا، خدمت او ښو اخلاقو په رڼا کښي د ټولني د پرمختګ او اصلاح له پاره کار وکړي.
د غونډي په پای کښي د فارغېدونکو محصلانو له پاره د لا زیاتو بریاوو او خدمتو ترسره کولو دؤعا وسوه.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۸