د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Jun 08 2026 9:18 AM
image

د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول ښاغلي غړي، د پوهنځيو محترم رئيسان، د آمریتو قدرمن آمران او اړوند محترم اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: الله تعالی دي موږ او تاسي په راسپارل سوو مسئولیتو کښي بریالي کړي، د ټولو آمریتو او پوهنځیو د ریاستو چاري ستایم، ټولو په ښه ډول زحمت کښلى دئ، پوهنتون یوه مبارکه اداره ده او په کار ده، چي لا زیات زحمت پکښي وکاږو، ځانونه ښه پکښي ستړي کړو او په دې بسنه و نه کړو؛ بايد لا کار وکړو، مخ ته ولاړ سو او د پرمختګ هڅه وکړو؛ ترقي او پرمختګ هغه وخت راځي، چي اتحاد او همږغي موجوده يي، الله تعالی د وحدت او همږغۍ څخه راضي کیږي، اختلافات او بې اتفاقي بدي پایلې لري؛
نو په کار دا ده، چي لا اطاعت وکړو، همږغي وساتو او د نظام اصول عملي کړو؛ الحمدلله الله تعالی موږ ته داسي مشفق امیرالمؤمنین راکړی دئ، چي د نظام د ټولو برخو ترڅنګ د عباداتو او لمانځه د نظم له پاره هم توصیې او فرمانونه صادروي.
وروسته شیخ صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کښي د نهایي آزموینو د شفاف تنظیم، محصلانو ته د هغوی د استعداد مطابق د نومرې ورکولو، د درې میاشتنۍ رخصتۍ په جریان کښي د نوو استادانو د ظرفیت لوړوني او د محصلانو د صورت او سیرت د شریعت مطابق برابرولو پر موضوعاتو ټینګار وکړ او دغه راز ئې په نورو علمي او اداري برخو کښي هم بېلابېلي سپارښتني وکړې.

ورپسې د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کي ئې د پوهنځيو رئیسانو صاحبانو او ښاغلو آمرانو ستونزي واورېدلې او د همکارۍ ډاډ ئې ورکړ. 

دغه راز په ناسته کښي د پوهنتون د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا په موخه پر مهمو موضوعاتو هراړخیز بحث وسو، چي پکښي د نوو استادانو له پاره د OBE-SCL ورکشاپ پر دائرېدو، د کیفیت لوړاوي د وروستۍ ارزوني د نیمګړتیاوو پر اصلاح، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانو پر ښه تطبیق او پوهاوی، د استادانو او کارکوونکو د حاضرۍ د جدي کنټرول او د لابراتوارو د غني کولو، په ځانګړي ډول د فارمیسي پوهنځي له پاره د لابراتواري تجهیزاتو د برابرولو، د علمي څېړنو پر پراختیا او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٧/١٢/٢١