د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په نوم بيان وسو
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په نوم بيان وسو
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، دعوت او ارشاد آمریت د خپل پلان پر اساس او د شیوخو کرامو د درسو په دوام، د کندهار ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست سرپرست رئیس محترم مفتي رحمت الله طیب صاحب، د اقتصاد او ژبو او ادبیاتو پوهنځيو محصلانو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په اړه بیان وکړ.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلی مولوي فضل احمد فضلي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ د داسي علمي او اسلامي بیانو پر ارزښت ئې خبري وکړې او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي د غونډي ټول موضوعات په پوره توجه واوري.
وروسته د کندهار د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست سرپرست رئیس محترم مفتي رحمت الله طیب صاحب، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت د قرآن کریم د مبارکو آیاتو او نبوي احادیثو په رؤڼا کي بیان کړ او هم ئې د اسلامي ټولني په سمون کښي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر ونډي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کښي د مسلمانانو پر مسئولیتو تفصیلي خبري وکړې؛ دغه راز هغه محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي خپل ژوند، کړه وړه او علمي فعالیتونه د اسلامي شریعت سره نور هم سم کړي او د دیني او عصري علومو تر څنګ د خپلو اخلاقو، سیرت او شخصیت جوړوني ته لا نور پام وکړي او بيان ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱